د راتلونکو ټولټاکنو په اړه یوه ناپیېلې سروې
کاوون کاوون

رایه ورکوونکي په اندېښنه کې دي

د افغانستان د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته ډېر خلک په تمه او اندېښمن دي، ځکه دا هغه هېواد دی چې د نړیوالو په وینا د ډېرو هېوادونو برخلیک پر همدې جغرافیایي موقعیت پورې تړلی دی، د افغانستان لپاره د امریکې د نوي ستراتیژۍ له مخې ښاغلي اوباما پر همدې خبرې زیات فوکس کړی و چې که چېرې دا سیمه ارامه نه شي نو موږ به هم په خپلو کورونو کې ارامه نه یو. د افغانستان چارواکيو هم په وار وار دا ویلې چې د افغانستان نا امني د ټولې نړۍ په ځانګړي ډول د سیمې د هېوادونو نا امني ده. که دلته ثبات را نه شي ډېر هېوادونه به بې ثباته کړي. د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر تېر کال په زغرده رسنیو ته وویل [موږ دنیا ته ویلي دي چې وینې که زموږ د عسکرو تویېږي نو پیسې به تاسې مصرفوی، که دا ونه کړو نو دنیا به نا ارامه شي].

همدې پورتنیو ګواښونو او اندېښنو د افغانستان د خلکو اندېښنه د ټولې دنیا له خلکو سره ګډه کړې ده، ځکه خو د افغانستان د خلکو ترڅنګ نړیوالې رسنۍ  د افغانستان د ټاکنو بهیر ته ځیر دي، هره ورځ پرې په لسګونو لیکنې کوي او خپل خلک له حالاتو خبروي. هغه څه چې ښایي د افغانستان خلک به ترې لږ څه خبر او د دنیا خلک ترې ناخبره دي هغه دادی چې د افغان ولس په ذهنیت کې څو اړخیز  بدلون راغلی.

تېره اوونۍ مې د افغانستان پنځو زونونو ته یو سفر درلود، هڅه مې وکړه چې ددې سفر په ترڅ د افغانستان د بېلابېلو ګټګوریو واورم چې د راتلونکو ټولټاکنواو کاندیدانو په اړه څه نظر لري. په دغه شخصي سروې کې ۵۰۰ تنه په پنځو زونونو او د زونونو  د ګاونډیو ولایتونو پر لویو لارو او ولسوالیو کې پوښتل شوي او  له هر مرکه کوونکي سره درې لنډې پوښتنې شریکې شوي.  بېلابېلو ګټګوریو، سیاستپوهانو، روحانیونو، کلیوالي مشرانو، فرهنګیانو، محصلینو، شاګردانو  او عامو نالوستو خلکو پوښتل شویو پوښتنو ته له خپل اند سره سم ځوابونه ورکړي چې پایله یې په دې ډول ده

:

مطرح شوې پوښتنې:

- د رایه ورکوونې کارت مو اخیستی؟ 
-
د افغانستان په راتلونکو ټولټاکنو کې ګډون کوی ؟
-
څوک مو دخوښې کاندید دی؟

ځواب او پایله:
-
په سلو کې ۷۰ تنو د رایه ورکونې کارت اخیستی چې ډېری یې ځوانان دي.

- په ټاکنو کې د ګډون په اړه  په سلو کې د  ۳۰ کسانو ځواب منفي و، ځواب یې دا و چې موږ نه غواړو داسې حکومت ته رایه ورکړو چې د هغه حکومت په سیوري کې هره ورځ لسګونه بې ګناه انسانان په جګړو او بمباریو کې وژل کېږي، که چېرې رایه ورکړو نو موږ به هم له چارواکیو سره په دې ګناهونو کې شریک یو، خو ۷۰ په سلو کې داسې و چې د افغانستان برخلیک یې په خپلې رایې پورې تړلې ګاڼه

- په سلو کې شل تنه داسې ځوابونه برابر کړي چې حامد کرزی اوس له سیاسي معامله ګریو او نړیوال سیاست سره بلد شوی، په اوس وخت کې یې بدیل نه شته، همدا ښه دی.

- په سلو کې ۶۰ تنه په دې نظر و چې د حامد کرزي دویم ځل ټاکل به د افغانستان خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي، ځکه خو یې دده په اړه نظر منفي و، ځینې نور کاندیدان یې یادول چې په خپل وار اشرف غني احمدزی اول، ډاکټرحبیب منګل دویم او ډاکټر عبدالله ددې سروې له مخې په درېیمه درجه کې زیات یاد شوی.

په پوښتل شویو کسانو کې فرهنګیانو، محصلینو او زده کوونکو په اکثریت ډول د ښاغلي کرزي له پالیسیو، حکومتدارۍ، مصلحتونو او نه قاطع توب څخه نا خوښي ښودلې او د کلیوالو او روحانیونو  په سلو کې۷۰ تنه ده ته د رایه ورکولو مخالف دي، خو یوه خبره دیادونې وړ ده چې  ۳۰  په سلو کې  خلکو تر اوسه کوم  بل وړ کاندید غوره کړی نه دی دا ستونزه کېدای شي د رسمي کمپاینونو تر پیل وروسته حل شي.

که څه هم له ځینو کاندیدانو سره دا اندېښنه وه، چې ښایي ښاغلي کرزي له ښه چانس او دولتي امکاناتو نه په استفادې یو ځل بیا ولسمشر شي، همدا راز ښاغلي کرزي هم له ځینو سیاسي ډلو ټپلو او اشخاصو سره سیاسي سوداګرۍ په همدې هیله کړې وي چې ښایي دی بېرته ولسمشر شي، خو په ټاکنو کې مخکې تر مخکې څوک د پایلې په اړه څه نه شي ویلای او نه هم باید د پایلو تر اعلان مخکې قدرت پر سیاسي ډلو ووېشل شي، دا ځکه چې  په ډېرۍ چټکۍ سره کېدای شي حالات بدلون ومومي او پایله معکوسه راووځي

.

سرچینه: http://www.benawa.com/fullstory.php?id=26681

کابل   


June 11th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات